اې الله! زه له تا څخه په دنیا او آخرت کې بخښنه او عافیت غواړم. اې الله! زه له تا څخه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې بخښنه او عافیت غواړم. اې الله! زما پر عیبونو پرده واچوه او زما وېره په امن بدله کړه. اې الله! ما له مخې، شا، ښي، کیڼ او له پاسه وساته، او ستا لویۍ ته پناه وړم چې له لاندې ناڅاپه هلاک نه شم.
حواله: ابو داود 5074, ابن ماجه 3871; الباني صحیح بللی