🎓Online Quran classes for kids and adultsبچوں اور بڑوں کے لیے آن لائن قرآن کلاسزدروس قرآن أونلاين للأطفال والكبارد ماشومانو او لویانو لپاره آنلاین قرآن ټولګيMale & female teachers · your time · free trialمرد و خواتین اساتذہ · آپ کا وقت · مفت ٹرائلمعلمون ومعلمات · في وقتك · حصة مجانيةنارینه او ښځینه استادان · ستاسو وخت · وړیا ازموینهFree trial →مفت کلاس ←حصة مجانية ←وړیا ټولګی ←

Surah At-Tariq with Pashto Translation الطارق

سورۃ الطارق له پښتو ژباړې سره – مکي، ١٧ آیتونه

🕋 Makki surah (revealed in Makkah) · Chapter 86 · 17 ayahs · Arabic text of the Madinah Mushaf with the Pashto translation by Sheikh Abu Zakariya Abdus Salam Rustami. Tap a verse number to hear it recited by Sheikh Abdul Rahman Al-Sudais.

Listen: full surah by Sheikh Al-Sudais

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ﴿١﴾

قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ ﴿٢﴾

او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟

ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ ﴿٣﴾

ځلېدونكى ستورى دى

إِن كُلُّ نَفۡسٖ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٞ ﴿٤﴾

نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته

فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ ﴿٥﴾

نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟

خُلِقَ مِن مَّآءٖ دَافِقٖ ﴿٦﴾

دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى

يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ ﴿٧﴾

چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي

إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرٞ ﴿٨﴾

بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى

يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ ﴿٩﴾

په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي

فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٖ وَلَا نَاصِرٖ ﴿١٠﴾

نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ ﴿١١﴾

قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى

وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ ﴿١٢﴾

او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده

إِنَّهُۥ لَقَوۡلٞ فَصۡلٞ ﴿١٣﴾

بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده

وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ ﴿١٤﴾

او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده

إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدٗا ﴿١٥﴾

بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول

وَأَكِيدُ كَيۡدٗا ﴿١٦﴾

او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول

فَمَهِّلِ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَمۡهِلۡهُمۡ رُوَيۡدَۢا ﴿١٧﴾

نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه

Pashto translation by Sheikh Abu Zakariya Abdus Salam Rustami. Source: The Noble Qur'an Encyclopedia (QuranEnc.com). Arabic text: QuranEnc.com Uthmani script.